د سیمې د هېوادونو غونډه د ط.البانو د استازو له حضور پرته د روسیې په پلازمېنه مسکو کې جوړه شوه

0
84

د سیمې د هېوادونو غونډه د ط.البانو د استازو له حضور پرته د روسیې په پلازمېنه مسکو کې جوړه شوه

روسیې دغې غونډې ته د ط.البانو د سرپرست حکومت د استازي د نه بللو لامل د ټول شموله حکومت د جوړېدو په اړه د ط.البانو د ژمنو نه عملي کېدل بللي دي. په دې غونډه کې د سیمې د لسو هېوادونو استازي د افغانستان پر سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت خبرې کوي. روسیې دا هم ویلي، چې د دې ناستې پایلې به له ط.البانو سره تر پای ته رسېدو وروسته شریکې کړي.

 

(2022 / 11 /  16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د سیمې د هېوادونو غونډه د طالبانو د استازو له حضور پرته د روسیې په پلازمېنه مسکو کې ترسره شوه.

نن چهارشنبه د سلواغې ۲۵ مه روسیه د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د غونډې کوربه ده. خو د ط.البانو سرپرست حکومت د خپل استازي له شتون پرته دغه ناسته نیمګړې بللې ده.

روسیې دغې غونډې ته د ط.البانو د سرپرست حکومت د استازي د نه بللو لامل د ټول شموله حکومت د جوړېدو په اړه د ط.البانو د ژمنو نه عملي کېدل بللي دي. په دې غونډه کې د سیمې د لسو هېوادونو استازي د افغانستان پر سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت خبرې کوي.

اړوند موضوعات:

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي چې د ترویکا لړۍ بله غونډه په کابل کې ترسره کېږي  

روسیې دا هم ویلي، چې د دې ناستې پایلې به له ط.البانو سره تر پای ته رسېدو وروسته شریکې کړي.

Leave a reply