ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې د امریکا د ولسمشرۍ لپاره ځان کاندیدوي  

0
139

ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې د امریکا د ولسمشرۍ لپاره ځان کاندیدوي

ښاغلي ټرمپ وویل “مونږ به هغه کیڼ اړخه ډیموکراټانو ته ماتې ورکړو چې هڅه کوي زمونږ هیواد له دننه څخه تباه کړي.” ډونلډ ټرمپ دا وینا د فلوریډا ایالت د پام بیچ په مار لاګو کې کړې وه.

هغه وويل: “له امريکا څخه راستنېدل هغه مهال پيل شول، چې ما ځان ولسمشرۍ ته کانديد کړ.” یو شمیر رسنیو ویلي دي چې ښاغلي ټرمپ د خپل ګوند د وړاندیزونو خلاف د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان نوماند کړی دی.

 

(2022 / 11 / 15    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ (نومبر ۱۵) په فلوریډا ایالت کې په خپل شخصي کلي کې خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال اعلان وکړ چې د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندۍ لپاره یې نوم لیکنه کړې ده.

ښاغلي ټرمپ ویلي دي چې په دې سیالۍ کې د دې لپاره راغلی چې امریکا بیرته خپل پخواني ویاړ ته ورسوي.

هغه دا هم زیاته کړه چې “اوس به د 2024 کال د ټاکنو تر ورځې پورې، امریکا کې په داسې ډول مبارزه کوي چې مخکې چا نه وي کړي.”

ښاغلي ټرمپ وویل “مونږ به هغه کیڼ اړخه ډیموکراټانو ته ماتې ورکړو چې هڅه کوي زمونږ هیواد له دننه څخه تباه کړي.” ډونلډ ټرمپ دا وینا د فلوریډا ایالت د پام بیچ په مار لاګو کې کړې وه.

اړوند موضوعات:

 امریکا کې پۀ دې وروستیو کې لۀ ډیموکراسۍ سره د خلکو مخالفتونه ډېر شوي دي 

هغه وويل: “له امريکا څخه راستنېدل هغه مهال پيل شول، چې ما ځان ولسمشرۍ ته کانديد کړ.” یو شمیر رسنیو ویلي دي چې ښاغلي ټرمپ د خپل ګوند د وړاندیزونو خلاف د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان نوماند کړی دی.

 

Leave a reply