امریکا کې پۀ دې وروستیو کې لۀ ډیموکراسۍ سره د خلکو مخالفتونه ډېر شوي دي 

0
143

امریکا کې پۀ دې وروستیو کې لۀ ډیموکراسۍ سره د خلکو مخالفتونه ډېر شوي دي 

راپور کاږي چې په نږدې راتلونکي کې په امریکا کې پارلماني ټاکنې کېږي او ورسره د ډیموکراټ او جمهوري غوښتونکي ګوند ترمنځ ستونزې هم په پراخېدو دي ‎که د امريکا د دوو ګوندونو ترمنځ سيالي نور هم زور واخلي او کورنۍ مسئلې يې سختې شي، نو امريکايي شکله ډيموکراسي به له کړنګونو ګوزار شي.

(2022 / 6 / 17   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ډيموکراسي يوازې شعار نه دی، بلکې سیاستوال يې بايد په عمل کې ثابته کړي او شته مسئلې حل کړي.

سي ان ان په یوه راپور کې د یوې سروې ارقام خپاره کړي دي او ویلي یې دي چې ۵۵ سلنه ډيموکراټان او ۵۳ سلنه جمهوري غوښتونکي پر دې باور دي چې په راتلونکې کې امریکا کې ډیموکراسي له منځه تللې ښکاري.

په همدې حال کې یو شمېر نور بیا چې هیڅ سیاسي تړاو چا سره نه لري هغوی هم ورته باور لري او یوازې ۲۵ سلنه امریکایان د ډیموکراسي ناکامېدل له امکانه لرې بولي.

راپور کاږي چې د ډيموکراسي د له منځه تللو نښې نښانې له دې ځایه هم څرګندېږي چې خلک وایي کله چې امريکايي سياستوال په خپلې ډيموکراسۍ کې د کرونا وبا مخه نه شي نيولی، د پيسو پړسوب نه شي حل کولی، د ډزو پېښې نه شي کنټرولولی او د خلکو غوښتنو ته ځواب نه شي ويلی، نو  بیا داسې ډيموکراسۍ ته څه اړتيا ده.

Leave a reply