د م،م ځانګړې استازې ویلي چې افغانستان د نړۍوالې ټولنې لپاره خاص ځای لري او هېروي یې نۀ

د م،م ځانګړې استازې ویلي چې افغانستان د نړۍوالې ټولنې لپاره خاص ځای لري او هېروي یې نۀ
د هغې په خبره، د حیرانتیا خبره بیا داده، په داسې حالت کې چې هر چاته اوس د هیواد په بیارغونه کې د مرستې زمینه برابره ده، پرنیمایي نفوس محدودیت وضع شوی او په دغه کار کې ددوی د ګډون مخه نیول شوې ده.
(2022 / 6 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز افغانانو ته د خپلې مخه ښې په وینا کې ویلي چې افغانستان د نړیوالې ټولنې لپاره له ځانګړې اهمیته برخمن دی او هیڅکله نه شي کولی چې دا هېواد هېر کړي.
نوموړې زیاته کړې ده چې یوناما به د یو باوري څارونکي او په افغانستان کې د پیښو د رپوټ ورکونکي او د افغانانو، د واکمنو چارواکو او نړیوالې ټولنې تر منځ د باوري اړیکې په توګه پاتې شي.
همدارنګه به دا د یو سمبول په توګه پاته وي چې افغان ولس بیا د نړۍ له خوا یوازې نه پریښودل کیږي. نوموړې زیاته کړې، کله چې یې دا دنده ومنله، فکر یې نه کاوو چې داسې افغانستان به پریږدي چې اوس یې ویني.
لاینز څرګنده کړې ده چې ((زما زړه، په ځانګړې توګه د هغو میلیونونو افغان نجونو لپاره چې د زده کړو له حق څخه بې برخې شوي، او د هغو ډیرو با استعدادو افغان میرمنو له اړخه مات شوی چې د یوې ټولنې د بیا رغونې لپاره، د دوی له وړتیا وو څخه د کار اخیستو پرځای ورته په کور کې د پاتې کیدو ویل شوي دي)).
د هغې په خبره، د حیرانتیا خبره بیا داده، په داسې حالت کې چې هر چاته اوس د هیواد په بیارغونه کې د مرستې زمینه برابره ده، پرنیمایي نفوس محدودیت وضع شوی او په دغه کار کې ددوی د ګډون مخه نیول شوې ده.






