پیښور کښې د یو قبایلي تن په شمول دوه تنه اووژل شول، اولس هره ورځ د هدفي او ترهګریز بریدونو له امله ادیښمن شوې دې

باغی ټي وي رپورټ
پيښور کښي هم د قبائلي زنانه په شمول دوه کسان په ډزو وژل شوي دي، په حيات آباد کښي هم د نامعلومه کسانو لخوا يوه قبائلي زنانه په ډزو وژلے شوي ده او په متني کښي هم د پخوانۍ دښمني له وجي يو اولسي وګړي وژلے شوي او جسد ئي ميرخيل خړ کښي اچولي شوي دي۔ د پيښي په اړه مدعي نياز مين زوي ګل مهران سکنه علي مسجد جمرود پوليس ته اوويل چي د هغه ورور محمد يار آفريدي د سکنه حيات آباد فيز 2 کښي کور ته نزدي موجود وو چي دوران نامعلومه موټر سائيکل سورو ډزي اوکړي او وتښتيدل۔
د مدعي په وينا، هغه له چا سره دښمني او دښمني نه لري. ويل کيږي چې وژل شوي کسان د زم زم ولسوالۍ اړوند دي. بل اړخ ته په متنی کښي د پخوانۍ دښمنی له وجی یو کس وژل شوی او مړی ئي کندی ته اچول شوی دی.د تاج ولی سکنا میر خیل متنی زوی شاهد خان پولیس ته رپورټ درج کړی دی چی خبر ورکړی شوی دی چی د هغه پلار په متني کې په مرمیو لګیدلی مړی موندل شوی، کلی له ستونزو سره مخ دی.
مدعي اوویل چې کله چې هغه سيمې ته ورسېد نو هلته يې د پلار جسد پروت و، مدعي ادعا وکړه چې پلار يې د مير خېلو متني اوسېدونکي شېر عالم او صفر علي پسران ګل او زر شاد د غلام حبيب زوى په ډزو وژلى دى. پوليس د دوه وروڼو پشمول د دريو کسانو په ضد مقدمه درج کړي ده او تحقيقات ئي شروع کړي دي۔
………………………..





