وزیر دفاع خواجه آصف ویلي دي چې د فوځ سرلښکر ټاکنه به د هغه نومونه څخه وشی کوم نومونه چې فوځ راواستوي

باغی ټي وي رپورټ
ددفاع وفاقي وزير خواجه اصف وئيلي دي چې دپوځ سرلښکر لپاره دمسلم ليگ(ن) کومه خوښه نۀ ده، دپوځ سرلښکر ټاکل به دپوځ لخوا په لېږل شوي نومونو کې وي.
د تفصيلاتو ترمخه د پارليمنټ هاؤس نه بهر ميډيا سره خبرو كښې خواجه آصف پوښتنه وكړه چې ايا د پخواني اولس مشر اصف علي زرداري او شهباز شريف ترمېنځه د آرمي چيف د نوم پر سر اختلاف موجود دى؟
دپوښتنې په ځواب کې ددفاع وزير وويل چې دپوځ سرلښکر نومولو په اړه تر دې مهاله مشوره نۀ ده شوې اؤ کله چې دا مشوره نۀ ده شوې نو بيا څنګه تعطل وي.
د دفاع وزیر وویل چې د نومبر له ۱۸ یا ۱۹ نیټې وروسته به د پوځ د مشر د ټاکلو په اړه مشوره وشي.
نوموړي ویلي، چې پوځ تر اوسه د پوځ د نوي مشر لپاره نوم نه دی استولی، د عمران خان د وروستیو څرګندونو په اړه باید قانوني اقدام وشي، عمران خان د شخصي ګټو لپاره له ملي ګټو سره لوبې کوي.
ددفاع وزير وويل عمران خان تورونه لګولو سره زمونږ بين المللي اړيکې خرابوي، د پي ټي ائي چيئرمېن د شخصي ګټو دپاره د ملک د سلامتۍ اؤ وقار سره لوبې کول جرم دى






