د روسيې د دفاع وزارت په پولنډ د توغنديو د بريدونو تورونه رد کړي دي

باغی ټي وي رپورټ
د راپورونو له مخې په پولنډ کې د روسیې د توغندیو په یوه برید کې دوه تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي، چې کرملین دا تور رد کړی دی.
د بهرني خبري اژانس د راپور له مخې د روسیې د توغندي د غورځېدو د راپورونو په اړه د ملي امنیت شورا بېړنۍ غونډه په پولنډ کې رابللې ده.
د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې، پنټاګون وايي، له اوکراین سره پر پوله د پولنډ په سرحدي سیمه کې د روسیې د توغندیو د غورځېدو په اړه څېړنه کوي.
د پنټاګون ویاند پیټ رایډر وویل: “موږ د مطبوعاتي راپورونو څخه خبر یو چې ادعا کوي چې دوه روسي توغندي د پولنډ او اوکراین ترمنځ په پوله کې یو ځای غورځیدلي دي.”
پیټ رایډر وویل چې تر اوسه داسې معلومات نشته چې دا تایید کړي چې کوم توغندی برید شوی دی.
له بلې خوا د روسیې د دفاع وزارت په پولنډ کې د روسیې د توغندیو د ویشتلو خبر رد کړی او دا یې پاروونکې بللې ده.
د روسیې د دفاع وزارت وايي، د قصدي پارونې موخه د وضعیت خرابول دي.
…………………………..





