عمران خان تور لګولې دې چې نواز شریف به د پوځ مشر وټاکي او لومړی کار به دا کوي چې ما نااهله کړي

باغی ټي وي رپورټ
د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان وئيلي دي چې نواز شريف به خپل آرمي چيف نصب کړي او اول به زه نااهله کړم.
سري عالمګير کښې د پي ټي آئي احتجاج کوونکو ته ويډيو خطاب کښې عمران خان اوويل چې آئيني لحاظ به شهباز شريف تقرر کوې خو شهباز شريف به هغه څه کوي چې نواز شريف ورته بللې ولې دا به په اخلاقي توګه وشي؟
عمران خان زیاته کړه، چې ډیموکراسي د ټوپک په زور نه چلیږي، ډیموکراسي په اخلاقو چلیږي، په برتانیه کې کېمرون د ریفرنډم د بایللو په صورت کې استعفی ورکړه، موږ له برتانیې څخه ډیموکراسي اخیستې ده او دا د اخلاقو په اساس ده، دلته یو مفرور څوک وو. د پينځه کسيزه بنچ لخوا مجرم ګرځول شوی دی، په دروغو له ملکه تښتي او زمونږ فيصلې کوي، هغه به په ميرټ فيصلې نه کوي، يواځينۍ هڅه يې دا ده چې دروغې مقدمې جوړې کړي او عمران خان په يو ډول بهر کړي.
…………………………….





