د عمران خان له لوري د توشه خانې د ډالیو د خرڅولو په قضیه کې د فرح ګوګي څرګندونې او دریځ هم مخې ته راغلې

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د تحریک انصاف د مشر عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي نږدې ملګرې فرحه ګوګي وايي، که یو ساعت د عمر په نوم پر یوه کس پلورل کېږي، باید ویډیو ثبوت ولري.
عمران خان د سعودي ولیعهد ساعت، حلقه او کفلین خرڅ کړل، د تحفو اخیستوونکی په جیو نیوز کې مخې ته راغلی دی، د توشه خانې ډالۍ د دوبۍ سوداګر عمر فاروق په دوه میلیونه ډالرو اخیستې.
عمران خان په ۲۰۱۹ کال کې د لومړي وزیر په توګه د سعودي له ولیعهد څخه ترلاسه کړې قیمتي ساعت، ګوتې او نورې ډالۍ وپلورلې.
عمر فاروق، د دوبۍ مخکښ ډالۍ اخيستونکي سوداګر، د جيو نيوز پروګرام “نن ورځ د شاهزيب خانزاده سره” کې ډالۍ وړاندې کړې.
عمر فاروق شاه زیب خانزاده ته وویل چې په ۲۰۱۹ کال کې د عمران خان د احتساب سلاکار شهزاد اکبر ورسره اړیکه ونیوله، چې له هغه وروسته د عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي نږدې ملګرې فرح خان په دوبۍ کې د هغه دفتر ته له ډالیو سره راغله او د پنځوسو زرو ډالرو غوښتنه یې وکړه. خو دوی ټول سوغاتونه په دوه میلیونو ډالرو اخیستي او د پیسو په بدل کې یې فراه ګوګي ته ورکړې.
خو له جيو نيوز سره د خبرو پر مهال فرح خان ګوګي ويلي، چې عمر فاروق درواغجن ثبوت دې راوړي، نه مې عمر ليدلی او نه يې پېژنم، پر ما يې شخصي بريدونه کړي او کاروبار يې په نښه کړی دی.
هغه وویل چې د عمر په نوم یو کس پر ما تور لګولی، ما هیڅکله له شهزاد اکبر سره خبرې نه دي کړي او نه مې ورسره لیدلي دي.
…………………………………………….





