د ترکیې په استانبول ښار کې بله  چاودنه شوې ده

0
230

د ترکیې په استانبول ښار کې بله  چاودنه شوې ده

تر اوسه په دې چاودنه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته او نه هم د ترکیې دولت په دې اړه څه ویلي دي. په روانه اوونۍ کې دا دویمه چاودنه ده چې د ترکیې په یوه مهم ښار استانبول کې کېږي. د استانبول ښار د تېرې ورځې چاودنه کې شپږ کسان وژل شوي وو او ۸۱ نور ټپیان ؤ.

 

(2022 / 11 / 16   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ځینو بهرنیو رسنیو خبر ورکړی چې څو شېبې وړاندې د ترکیې په استانبول کې چاودنه شوې ده.

سپوټنیک خبري اژانس لیکلي چې چاودنه د استانبول په فاتح سیمه کې شوې ده.

د راپورونو پر بنسټ، دا چاودنه په یوه موټر کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله شوې ده.

اړوند موضوعات:

 ترکیه؛ استانبول ښار کې بم اېښودونکې یوه ښځه وه، او د پولیسو له خوا نیول شوې ده

تر اوسه په دې چاودنه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته او نه هم د ترکیې دولت په دې اړه څه ویلي دي. په روانه اوونۍ کې دا دویمه چاودنه ده چې د ترکیې په یوه مهم ښار استانبول کې کېږي. د استانبول ښار د تېرې ورځې چاودنه کې شپږ کسان وژل شوي وو او ۸۱ نور ټپیان وو.

Leave a reply