د حکومت لخوا د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې د زیاتوالي نه کولو اعلان شوې دې

0
174

باغی ټي وي رپورټ
د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې د نومبر له 16مې نيټې نه به په ملک کښې د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې کوم زياتوالے نه وي۔

اسحاق ډار په خپل ویډیويي بیان کې ویلي چې د پټرولیم مصنوعاتو اوسنۍ بیې به تر راتلونکو ۱۵ ورځو پورې همداسې وي.

د پټرول بيه به ٢٢٤ روپۍ ٨٠ پيسې او د ډيزلو في ليټر قيمت به ٢٣٥ روپۍ ٣٠ پيسې پاتې وي.

د دې نه علاوه به د مٹی د تیلو نرخ 191 روپۍ 83 پيسې فی لیټر او د لائټ ډیزل تېلو نرخ به 186 روپۍ 50 پېسې فی لیټر پاتې وي.

ياده دې وي چې تر دې وړاندې د اکتوبر په 31مه نېټه د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار اعلان کړی وو چې د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې به زياتوالی نه راځي.
………………………….

Leave a reply