روس په اوکراین سل دانې توغوندیو سره برید کړې دې، د هیواد ټول د ژوند نظام،بریښنا ویجاړ شوي دي

0
175

باغی ټي وي رپورټ
د روسیې له خوا پر اوکراین د پرله پسې بریدونو، د انرژۍ د ۱۵ مرکزونو په جوړولو او شاوخوا سل توغندیو ویشتل، د اوکراین د پلازمېنې په ګډون ډېر ښارونه په تیاره کې ډوب شول.

د اوکراین پولې ته څېرمه د پولنډ په یوه ښارګوټي کې هم چاودنه شوې، چې پولنډي رسنیو ادعا کړې چې دوه روسي راکټونه د پولنډ پر خاوره لګېدلي، چې دوه یې وژلي دي.

د بهرنیو رسنیو په وینا، د چاودنې لامل په رسمي توګه نه دی په ډاګه شوی، خو د پولنډ له لوري د ملي امنیت شورا بېړنۍ غونډه رابلل شوې ده.

له بلې خوا پنټاګون پر پولنډ د روسیې د توغندیز برید د خبر په اړه ویلي، چې د وضعیت ارزونه یې پیل کړې، خو داسې معلومات نه لري، چې ګواکې په پولنډ توغندیز برید شوی دی.
د روسیې د دفاع وزارت په پولنډ کې د برید راپورونه رد کړي او د پولنډي رسنیو ادعا یې پاروونکي او د کړکېچ د زیاتولو هڅه بللې ده.
…………………………………………

Leave a reply