عمران خان د قانون مطابق له توشه خانه ساعت اخيستی، د عمر فاروق په بيان د فواد چوهدري غبرګون مخې ته راغلې دې

0
227

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري د توشه خانې د تحفو په اړه د دوبۍ د سوداګر عمر فاروق په بيان غبرګون ښودلی دی.

فواد چوهدري په سوشل ميډيا د يو بيان جاري كولو په مهال ووئيل چې كله د عمران خان په ضد كومه مقدمه نه وه موندلې نو دا كيس جوړ كړے شوے دے۔
هغه وویل چې قضیه داسې جوړه شوې چې د سعودي عربستان پاچا عمران خان ته یو ګران بیه ساعت ډالۍ کړ، هغه ساعت له توشه خانې اخیستل شوی او په بازار کې په لوړه بیه پلورل شوی دی.هغه اوویل چې د پینځه ملیون ډالرو ساعت هیڅ لومړي وزیر ته نه دی ډالۍ شوی.
ياده دې وي چې عمران خان د سعودي ولي عهد ساعت، حلقه او کفلينک په نيلامۍ کې خرڅ کړي وو، د تحفو پېرودونکي په جيو نيوز کې مخې ته راغلي وو، د توشه خانې ډالۍ د دوبۍ سوداګر عمر فاروق په دوه ميليونه ډالره اخيستې وې.

عمران خان په ۲۰۱۹ کال کې د لومړي وزیر په توګه د سعودي له ولیعهد څخه ترلاسه کړې قیمتي ساعت، ګوتې او نورې ډالۍ وپلورلې.
عمر فاروق، د دوبۍ مخکښ ډالۍ اخيستونکي سوداګر، د جيو نيوز پروګرام “نن ورځ د شاهزيب خانزاده سره” کې ډالۍ وړاندې کړې.

عمر فاروق شاه زیب خانزاده ته وویل چې په ۲۰۱۹ کال کې د عمران خان د احتساب سلاکار شهزاد اکبر ورسره اړیکه ونیوله، چې له هغه وروسته د عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي نږدې ملګرې فرح خان په دوبۍ کې د هغه دفتر ته له ډالیو سره راغله او د پنځوسو زرو ډالرو غوښتنه یې وکړه. خو دوی ټول سوغاتونه په دوه میلیونو ډالرو اخیستي او د پیسو په بدل کې یې فراه ګوګي ته ورکړې.

Leave a reply