پاک افغان تجارت په روپۍ کول پیل نه شو

0
104

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان حکومت د خزانې وفاقي وزیر شوکت ترین د اعلان نه باوجود د پاکستان سټیټ بینګ د پاکستان او افغانستان ترمینځ تجارت په روپۍ سره کولو مراسله جاري نه کړې شوه، د پاکستان او افغانستان ترمینځ تجارت د اول نه سخت زیان سره مخ دې.

د پاک افغان جاینټ چیمر آف کامرس اینډ انډسټریز چییرمین زبیر موتی والا په یو بیان کښې ویلي دي چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ تجارت کښې د اول نه کمې راغلې دې او نن سبا په ډالر یا افغانۍ کښې تجارت نور نقصان کوي.
دوی وایی چې دا وخت د افغانستان موجوده حالت کښې په افغانۍ کښې تجارت ممکن نه دې او ډالر کښې هم کاروبار نقصان دې نو دې لپاره که تجارت په پاکستانۍ روپۍ کښې وکړي شي نو دا به ډیره ګټه وکړي.

Leave a reply