نړۍ دې د طالبانو درناوۍ وکړې: مولوي دلاور

The Taliban's former envoy to Saudi Arabia Shahabuddin Delawar (C) arrives with other Taliban mebmers to attend the Intra Afghan Dialogue talks in the Qatari capital Doha on July 7, 2019. - Dozens of powerful Afghans met with a Taliban delegation on July 7, amid separate talks between the US and the insurgents seeking to end 18 years of war. The separate intra-Afghan talks are attended by around 60 delegates, including political figures, women and other Afghan stakeholders. The Taliban, who have steadfastly refused to negotiate with the government of President Ashraf Ghani, have stressed that those attending are only doing so in a "personal capacity". (Photo by KARIM JAAFAR / AFP) (Photo credit should read KARIM JAAFAR/AFP via Getty Images)
باغي ټي وي رپورټ
د امارت اسلامی افغانستان یومخکښې مشر مولوی شهاب الدین دلاور په یو بیان کښې ویلي دي چې د نړۍ هیوادونه په افغانستان کښې ناکامه شوي دي او نور د افغانستان د اولس د ارادو درناوی او عزت وکړي.
دلاور وایی چې وس به د افغان خاور د هیچا په ضد هم استعمال نه شی ، په افغانستان کښې نه مخکښې ترهګر وو او نه وس دلته ترهګر شته بلکه افغانان د نړيوالو د جنایتکارانو د جرمونو قرباني وو.
نوموړی اوویل چې به ټول افغانستان کښې امنیت ټینګ دې او دا د طالب جنګیالو او د اسلامی امارت د مشرانو د قربانۍ وجه ده چې نن په ټول افغانستان کښې امن راغلې دې.
دلاور وایی چې د افغانستان لپاره د امریکا دولت نماینده زلمي خلیلزاد راته یو خل اوویل چې مونږ امریکایان نور د افغانانو په وژلو ستړي یو. ده اوویل چې امریکې شل کاله دلته افغانان اووژل ، وطن ی وران کړل ، ده زیاته کړه چې د طالبانو په میړانه د امریکې سوپر پاور صفر ته راټیټ شو.
نوموړی اوویل چې نړي هیوادونو په افغانستان کښې ناکامه شوې دي، وس دې دافغانستان او افغان اولس ته درناوۍ وکړي او د امارت اسلامی سره دې کار پیل کړي.






