د دولتي بنسټونو ۳۰ تنه استادان د ظرفیت لوړونې په موخه د ۱۵ ورځیني ورکشاپ لپاره پاکستان هیواد ته لاړل.
د دولتي بنسټونو ۳۰ تنه استادان د ظرفیت لوړونې په موخه د ۱۵ ورځیني ورکشاپ لپاره پاکستان هیواد ته لاړل.
14 نومبر 2022
د لوړو زده کړو وزارت له لورې په یوه تازه خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد د دولتي تحصیلي بنسټونو ۳۰ تنه استادان د ظرفیت لوړونې په پار د پاکستان هېواد د (N.U.S.T) پوهنتون په ۱۵ ورځیني ورکشاپ کې د ګډون په موخه، نن یاد هېواد ته ولاړل.
د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو اړیکو او بورسونو د تنظیم رئیس ډاکټر نظر محمد عرفان په وینا، دا استادان چې د مختلفو دولتي پوهنتونونو او څانګو څخه دي، د یادې شوې مودې پورې به د ظرفیت(وړتیا) لوړونې په لنډ مهاله پروګرام کې، چې د پاکستان هېواد د ملي ساینس او ټکنالوژۍ د (N.U.S.T) پوهنتون له لورې په لاره اچول شوی ګډون وکړي او د خپلو تحصیلي څانګو یا رشتو مطابق به روزنه ورکړل شي.
اړوند موضوعات
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر نن ورځ په خپل کاري دفتر کې د ترکیې له سفیر سره وکتل.
د يادونې وړ ده، چې تېر کال د هېواد د تحصیلي بنسټونو ۲۸ استادان او د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي څانګو يو شمېر رئيسان هم دغه هېواد ته تللي وو، چې د تحصیلي بنسټ(National University of science and technology) د ظرفیت لوړونې پروګرام کې د ګډون ترڅنګ یې د افغان زده کړیالانو سره هم لېدنه ترسره کړې وه.