ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ۱۴۰۱ کال د کانکور لس غوره ګډونوال وستایل.

0
230

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ۱۴۰۱ کال د کانکور لس غوره ګډونوال وستایل.

14 نومبر 2022

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د ۱۴۰۱ کال د کانکور لس غوره ګډونوال وستایل.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په داسې حال کې چې د ازموينو ملي ادارې مشرتابه پلاوی او د بریالیو ګډونوالو د کورنۍ غړي هم حاضر وو، هغوی ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، اسلامي امارت له هر ډول قومي او ژبني تړاو پرته د هېوادوالو په خدمت کې دی او په کانکور ازموینه کې د ټولو بریالیو په ځانګړي ډول د لسو غوره ګډونوالو په بریالیتوب خوښ دی.

 

نوموړي دې ته په اشارې چې افغانستان دیني او عصري علومو ته اړتیا لري وويل، همدا تاسو ځوانان ياست چې په علم او زده کړو به د افغانستان راتلونکې جوړوئ.

 

هغه زیاته کړه، ځوانان دې د روښانه راتلونکي او ملي او اسلامي ښېرازۍ لپاره په پاک نیت او خلوص زده کړو ته دوام ورکړي او اسلامي امارت دوی ته د زمينې برابرول خپل مسووليت بولي.

ورپسې، د سږني کانکور د ګډونوالو په استازويتوب د کانکور عمومي اولنمره ښاغلي سلیمان خبرې وکړې او د اسلامي امارت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر څخه یې د دې ستاينغونډې جوړولو مننه وکړه.

 

هغه زياته کړه: موږ به پرمختللي افغانستان او اسلام ته د خدمت لپاره خپلو زده کړو ته دوام ورکړو.

 

اړوند موضوعات

د ۱۴۰۱ کانکور لس تنه بریالي شاګردان او روزونکي یې د ریاست الوزراء د اداري مرستیال له لورې وستایل شول.

د غونډې په پای کې د ۱۴۰۱ کال د کانکور لس غوره ګډونوال د سیاسي مرستیال له لوري په مادي او معنوي ډالیو ونازول شول.

Leave a reply