د ضرورت په وخت به د بلدياتي ټاکنو لپاره پرسونل برابر کړو: عدالت ته د سندهه رېنجرز رپورټ جمع کړې دې

0
78

رسنیو د سنده هائي کورټ کې د بلدياتي انتخاباتو د ځنډولو په ضد د درخواست اورېدنې په مهال د پوليس او رينجرز لخوا د جمع کړل شوي رپورټ کاپي ترلاسه کړې ده او وئيلي دي چې د ضرورت په وخت به پرسونل ورکول کيږي .

د راپور له مخې د سندهـ پوليس يو لک ۱۸ زره ۸۵۸، کراچۍ رينج ۴۰ زره ۱۵۷ پوليس او د حيدر اباد رينج ۱۹ زره ۳۳۵ پرسونل لري.
رپورټ کښې وئيلي شوي چې د سيلاب له وجې مختلفو ضلعو ته 18 زره 410 اضافي پرسونل، سيلاب ځپلو ضلعو ته 33 ايس ايس پيز، 68 ډي ايس پيز او 7 زره 305 پوليس اضافي اهلکار استول شوي چې د کراچۍ ټولو پولنګ سټيشنو ته امنيت نه شي رسولے. ورکړل شي.

د سنده رېنجرز لخوا وړاندې کړل شوي رپورټ کې ويل شوي چې د رېنجرز 24 زره 920 اهلکار دي، 10 زره 6 رېنجرز اهلکار اسلام اباد ته سپېشل ډيوټي ورکولو لپاره تللي دي، په کراچۍ ډويژن کې 14 زره نه زيات رېنجرز پرسونل تعینات دي، 9 زره رېنجرز افسران د داخلي امنیت په دندو ګمارل شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې په حیدراباد ډویژن کې تر ۱۵۰۰ زیات رینجر ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

د سنده رېنجرز لخوا وړاندې کړي شوي رپورټ کې وئيل شوي چې کراچۍ او حيدراباد کې د بلدياتي انتخاباتو دپاره څلور زره اهلکارو ته ضرورت دی ، د ضرورت په وخت به رېنجرز ورکړل شي ………………

Leave a reply