د فاع وزیر خواجه آصف وایی چې د پوځ د مشر د ټاکلو لپاره له نواز شريف سره تر اوسه سلا مشوره نه ده شوې

0
165

باغی ټي وي رپورټ
د دفاع وزير خواجه اصف وايي، د پوځ د مشر د ټاکلو په اړه د لومړي وزير اختيار دى، خو د ټاکلو پرېکړه بايد لومړى وزير وکړي.

د ميډيا نمائندګانو سره د خبرو په مهال يو خبريال له خواجه آصف پوښتنه وکړه چې آيا د آرمي چيف د ټاکلو فيصله شوې ده؟ چې په ځواب کې ددفاع وزير وويل دپوځ سرلښکر ټاکلو په اړه کومه فيصله نۀ ده شوې.

خبریال وپوښتل چې نواز شریف د پوځ د مشر په ټاکلو کې څه رول لري؟ په دې اړه خواجه اصف وويل چې دپوځ سرلښکر ټاکلو کې مشوره ورکول دوزيراعظم اختيار دى، وزيراعظم به دپوځ سرلښکر دټاکلو فيصله کوي.
له خواجه اصف بیا پوښتنه وشوه چې له نواز شریف سره کومه مشوره نه ده شوې. په دې اړه د دفاع وزیر وویل چې تر اوسه د پوځ د مشر د ټاکلو په اړه کومه مشوره نه ده شوې، دا د ورځپاڼو راپورونه دي.

د امريکا د سازش په اړه د عمران خان د دريځ بدلولو په اړه د پوښتنې په ځواب کې د مسلم ليګ (ن) مشر وويل، “ايا عمران خان په لومړي ځل استعفا کوي؟” هغه له هر څه مخ اړوي، په تېرو ۴ کلونو کې څومره څه ویل شوي، ایا عمران خان پر څه ولاړ دی؟
خواجه اصف وويل عمران خان ته دا نه ده ياده چې په کوم حالت کې دی او څه وايي، هو، که ځينې خلک د ده خبره مني نو دا د دوی کار دی.

Leave a reply