د خبریال ارشد شریف د وژنې پلټنې کولو والا ټیم دوبۍ ته رسیدلې دې

0
214

باغی ټي وي رپورټ
په کینیا کې د اینکر پرسن ارشد شریف د وژنې د قضیې د څېړلو لپاره جوړه شوې ډله دوبۍ ته رسېدلې ده.

سرچینه زیاتوي، چې د پلټنو پلاوی به په متحده عربي اماراتو کې د ارشد شریف له استوګنځي هم لیدنه وکړي.

دسرچينو له مخې په اماراتو کې د ارشد شريف سره تعلق لرونکي کسان هم تر پوښتنو لاندې دي. د پلټنو ډله به څلور ورځې په دوبۍ کې پاتې شي.دا خبره د یادونې ده چې په کينيا کې د وژل شوي پاکستاني خبريال ارشد شريف د پوسټ مارټم رپورټ نور تفصيلات مخې ته راغلي دي.

د ارشد شريف د پوسټ مارټم رپورټ به سبا اسلام آباد هائي کورټ کښې وړاندې کيږي۔

د پمز روغتون د سرچینو له مخې د ارشد شریف پر بدن ۱۲ نخښې، د ارشد شریف په چپه سترګه تورې نخښې، د غاړې په چپه برخه کې ټپ، د سینې په ښي اړخ او د شا په پورتنۍ برخه کې د زخم نخښې وې.
………………….

Leave a reply