ننګرهار کې د زیتونو فابریکه په ورځیني ډول ۷۰۰ ټنه زیتون پروسس کوي.

0
108

ننګرهار کې د زیتونو فابریکه په ورځیني ډول ۷۰۰ ټنه زیتون پروسس کوي.

12 نومبر 2022

د ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي د دغه ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د زیتونو یو فابریکه په ورځیني ډول ۷۰۰ ټنه زیتون پروسس کوي.

یاده فابریکه پنځوس کاله وړاندې د زیتونو د پروسس په موخه جوړه شوې او اوس یې هم چارې پر مخ روانې دي.

د کرنې او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوې عطاءالله عمري تیره ورځ د دغه فابریکې څخه د لیدنې پر مهال وویل چې د دغه فابریکې د لا ښه والي لپاره اړین ګامونه اخلي او کوم ماشینونه یې چې ترمیم او یا تبدیل غواړي دوی له لازمه همکاري پکې ترسره کړي.

همدا راز د ننګرهار کانال رئیس مولوي غلام الرحمن وویل چې سږ کال د اسماني آفتونو له کبله د زیتونو حاصل کم شوی، خو په خبره یې چې د ننګرهار په ۳۶۰ جریبه نوره ځمکه د زیتونو بوټي کینوي.

 

د یادې فابریکې مسؤل وایي زموږ ماشینونه زاړه دي او که چیرته دا نوي شي نو له دې به هم زیات زیتون پروسس کړي.

اړوند موضوعات

ننګرهار هډې فارم کانال کې ۳۰۰ جریبه ځمکه د کښت او کر لپاره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

ننګرهار کې په څه باندې ۸۵۰۰ جریبه ځمکه زیتون کرل شوي او تیر کال ۱۲۰۰ ټنه زیتون یواځې همدې فابریکې پروسس کړي، چې نیږدې ۱۲۰زره لیتره تیل او په همدې اندازه اچار ترینه ترلاسه شوی.

حمادشیرزاد

Leave a reply