د شل اوریز نړیوال جام دویمه نیمه پایلوبه کې نګلستان لوبډلې هندوستان ته سخته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووتله

0
137

د شل اوریز نړیوال جام دویمه نیمه پایلوبه کې نګلستان لوبډلې هندوستان ته سخته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووتله.

10 نومبر 2022

په استرالیا کې د روان نړیوال شل اوریز جام دویمه نیمه پایلوبه کې انګلستان لوبډلې هندوستان ته سخته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لاره وموندله.

ننۍ لوبه کې د انګلستان لوبډلې پچه وګټله او د توپ وهنې لپاره یې هندوستان ته دعوت ورکړو، چې هغوی په شل اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو ۱۶۸ منډې جوړې کړې.

د هندوستان له لورې ویرات کولي او هاردیک پانډیا غوره توپ وهنه ترسره کړه دواړو پنځوسیزې ووهلې، چې پانډیا د ۵ شپږیزو په مټ ۶۳ تیزې منډې ترسره او د انګلستان له لورې جوردان ۳ لوبغاړي وسوځول.

ورپسې انګلستاني پیل لوبغاړو د هندوستان خوب خیال وګرځولو او تیزه لوبه یې ترسره کړه او لوبه یې ۱۶اورونو کې پرته د کوم لوبغاړي په سوځیدو وګټله.

 

د انګلستان ایلیکس هیلز د ۷ شپږیزو په مټ ۸۶ او بټلر ۸۰ منډې جوړې او خپله لوبډله یې د شل اوریز نړیوال جام پایلوبې ته ورسوله، الیکس هیلز د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

اړوند موضوعات

نیوزیلینډ ته په ماتې ورکولو سره د پاکستان لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام پایلوبې ته لاره وموندله.

انګلستان به د یکشنبې په ورځ د نړیوال جام په پایلوبه کې د پاکستان پر وړاندې خپل بخت ازمایي.

Leave a reply