نیوزیلینډ ته په ماتې ورکولو سره د پاکستان لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام پایلوبې ته لاره وموندله.

0
195

نیوزیلینډ ته په ماتې ورکولو سره د پاکستان لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام پایلوبې ته لاره وموندله.

9 نومبر 2022

استرالیا کې د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام لومړۍ نیمه پایلوبه کې د پاکستان کرکټ لوبډلې نیوزیلینډ ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لاره وموندله.

ننۍ لوبه کې نیوزیلینډ پچه وګټله او د توپ وهنې پریکړه یې وکړه، چې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو یې ۲۰ اورونو کې ۱۵۲ منډې جوړې کړې او پاکستان ته یې ۱۵۳ هدف وټاکلو.

د نیوزیلینډ له لورې ویلیمسن ۴۶ او ډارلي میچل ۵۳ غوره منډې وکړې او د پاکستان شاهین شاه افریدي دوه لوبغاړي وسوځول.

ورپسې د پاکستان لومړي توپ وهوونکو غوره توپ وهنه ترسره کړه او تر ۱۲م اوور یې ۱۰۵ منډې جوړې کړې.

پاکستان د ۳ لوبغاړو په سوځیدو ټاکلی هدف د وروستي اوور په لومړي توپ بشپړ او د شل اوریز نړیوال جام پایلوبې ته یې لاره وموندله.

د پاکستان بابر اعظم ۵۳ او محمد رضوان ۵۷ غوره منډې جوړې کړې او محمد رضوان د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

اړوند موضوعات

استرالیا کې د روان شل اوریز نړیوال جام د نیمه پایلوبې وروستۍ څلور لوبډلې په ډاګه شوې.

یاده دې وي چې د شل اوریز نړیوال جام په دویمه نیمه پایلوبه کې سبا ورځ هندوستان د انګلستان پر وړاندې خپل بخت ازمایي.

Leave a reply