ځدراڼ: د کابل ښار پنځلسمه ناحیه کې ۲۰۰۰ کورونو امنیتي کمرې لګولي دي

ځدراڼ: د کابل ښار پنځلسمه ناحیه کې ۲۰۰۰ کورونو امنیتي کمرې لګولي دي
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند رسنیو سره په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي؛ د پلازمېنې کابل د اوسېدونکیو پر کورونو د امنیتي کمرو د نصبولو کمپاین پیل شوی دی.
نوموړي زياته کړې، چې په څو اوونيو کې د کابل ښار په پېنځلسمه ناحيه کې له دوه زره څخه پر ډېرو کورونو امنيتي کمرې نصب شوې دي.
(2022 / 11 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کابل ښار په ۱۵ ناحیه کې ۲۰۰۰ کورونو ته امنیتي کمرې ولګول شوې. د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند رسنیو سره په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي؛ د پلازمېنې کابل د اوسېدونکیو پر کورونو د امنیتي کمرو د نصبولو کمپاین پیل شوی دی.
نوموړي زياته کړې، چې په څو اوونيو کې د کابل ښار په پېنځلسمه ناحيه کې له دوه زره څخه پر ډېرو کورونو امنيتي کمرې نصب شوې دي.
اړوند موضوعات:
ا.ا. د کابل د غرب له اوسېدونکو غوښتي چې خپلو کورونو سره امنیتي کمرې نصب کړي
د یادونې ده چې د کابل ښاریانو ته وروسته تر هغو د امنیتي کمرو د نصبولو امر کېږي چې پدې وروستیو کې یو ځل بیا امنیتي پیښو زور اخستی چې دغې چارې یو ځل بیا افغانان اندېښمن کړي دي.





