د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي تیره ورځ له خبريال محمد حسن سرداش سره وکتل.

0
90

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي تیره ورځ له خبريال محمد حسن سرداش سره وکتل.

9 نومبر 2022

 

د ریاست الوزراء د اداري مرستیال له دفتره په یوه خپره شوه خبرپاڼه کې راغلی چې د مولوي عبدالسلام حنفي د هیواد له خبریال محمد حسن سرداش سره وکتل.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې محمد حسن سرداش په تېرو شلو کلونو کې په خبريالۍ او ټولنيزو چارو کې بوخت و او د پخواني نظام تر سقوط او د اشغال تر پايته رسېدو وروسته له بهر څخه هيواد ته راستون شوی دی‌.

 

هغه وويل: د اسلامي امارت رهبرۍ څخه د هغه توقع دا ده چې د دې هيواد کادرونو ته د خدمت فرصت برابر شي، ترڅو هغوی وکولای شي د خپلو تجربو پر اساس خلکو ته خدمت وکړي. نوموړي همداراز هيله وښوده چې وکولای شي د اسلامي نظام تر سيوري لاندې خپلې خبريالۍ او ټولنيزو چارو ته دوام ورکړي.

 

محترم مولوي عبدالسلام حنفي له محمد حسن سرداش سره په کتنې خوښي وښوده او هيواد ته بېرته د هغه د راستنېدو هرکلی يې وکړ وې ويل، د الله جل جلاله په فضل او د اسلامي امارت مجاهدینو په هڅو په هيواد کې بشپړ امنيت تامين دی او د اسلامي امارت تر سيوري لاندې د ټولو هيوادوالو د ښاروندۍ او اساسي حقونه تامين دي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د شهداؤ او معلولینو چارو وزارت له مسلکي مرستیال سره ولیدل.

د رياست الوزرا اداري مرستيال وويل، د دې ټولنې کادرونه ټولنې ته د خدمت کولو مسووليت لري او اړتيا ده چې په دې برخه کې ټول خپل انساني او اسلامي مسووليت ادا کړي.

Leave a reply