د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د شهداؤ او معلولینو چارو وزارت له مسلکي مرستیال سره ولیدل.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د شهداؤ او معلولینو چارو وزارت له مسلکي مرستیال سره ولیدل.
8 نومبر 2022
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له مسلکي مرستیال مولوي عبدالرزاق اخند سره ولیدل.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالرزاق اخند د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته د یاد وزارت له لورې د معلولینو د بایومیټریک او تشخیص په هکله د معلوماتو ترڅنګ له بې سرپرسته کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو سره د دغه وزارت د مرستو په اړه خپلې لاسته راوړنې او فعالیتونه شریک کړل.
مولوي عبدالکبیر د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ له هڅو مننه وکړه وې ویل، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د معلولیت لرونکو وګړو، کونډو او یتیمانو کچه په کې لوړه ده او دا د افغانستان اسلامي امارت مسؤولیت دی چې په ټولو شفقت وکړي او ستونزې یې ورحل کړي.
هغه د یاد وزارت مسوولینو ته د لازمو لارښوونو ترڅنګ، ټولو اړونده ادارو ته هم لارښوونه وکړه چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ او ملاتړ دې په راتلونکي ژمي کې د شهیدانو له کورنیو او معلولیت لرونکیو وګړو سره مرستې وکړي.
اړوند موضوعات
د کانکور پایلو د اعلان په مناسبت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د مبارکۍ پیغام خپور شو.
همداراز د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال، په دې برخه کې د سوداګرو او نورو شتمنو هېوادوالو د مرستې غوښتنه هم وکړه.






