افغانستان بانک: کابل ته د افغانیو نویو بانکنوټونو لومړۍ جوپه تیره ورځ راورسېده.

0
111

افغانستان بانک: کابل ته د افغانیو نویو بانکنوټونو لومړۍ جوپه تیره ورځ راورسېده.

9نومبر 2022

د افغانستان بانک مطبوعاتي مسوولین وايي چې د نویو چاپ شویو افغانۍ بانکنوټونو لومړۍ جوپه کابل ته را رسېدلې ده.

 

دغه بانکنوټونه له یوې اوږدې راهیسې یوې پولنډي شرکت چاپ کړي وو خو پر افغانستان د امریکا د مالي بندیزونو له کبله یې انتقال کابل ته درول شوی و.

څه موده وړاندې افغان حکومت له امریکايي لوري سره پر یادې موضوع خبرې اترې وکړې چې په پایله کې امریکا دغې مالي راکړې ورکړې ته اجازه ورکړه.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ د دغې مالي ورکړې تایید وکړ.

د افغانستان بانک ویلي: هیواد ته د نوو بانکي نوټونو د راوړلو پروسه به د پلان سره سمه عملي شي.

د نوي افغانیو بانکنوټونو افغانستان ته په رارسېدو سره به له بازار څخه زاړه او شکېدلي بانکنوټونه راټول او وسوځول شي.

Leave a reply