مصر کې د اقلیمي بدلون په تړاو اووه اویشتمه سرمشریزه غونډه جوړیږي، اسلامي امارت د ګډ کار غوښتنه کړې.

0
81

مصر کې د اقلیمي بدلون په تړاو اووه اویشتمه سرمشریزه غونډه جوړیږي، اسلامي امارت د ګډ کار غوښتنه کړې.

7 نومبر 2022

په داسې حال کې، چې د نړۍ مشران د دوشنبې په ورځ په مصر کې د اقلیمي بدلون په اړه د خبرو اترو لپاره غونډه کوي؛ اسلامي امارت او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ د اقلیم د بدلون د ویجاړونکيو اغیزو د مخنیوي لپاره د بېړنيو ټولنیزو هڅو غوښتنه وکړه.

افغانستان له اقلیمي بدلونونو سره د مقابلې لپاره یو له لږ چمتو شويو هېوادونو څخه دی؛ خو په نړۍ کې له اقلیمي ګواښونو سره مخ شپږم اغېزمن ځای دی.

افغانستان له مخکې څخه طبیعي پیښو ځپلی؛ د خلکو ژوند، معیشت، کورونو او زیربناوو ته زیان رسېدلی دی.

 

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې دوی د مصر په شرم الشیخ کې د اقلیم د بدلون د اووه اویشتمې سرمشریزې ترسره کول په نړۍ کې د اوسني اقلیم ننګونو ته د حل موندلو په لور لومړی ګام ګڼي.

د اسلامي امارت په څرګندونو کې راغلي: د اقلیم د بدلون اغېزې سیاسي پولې نه پېژني؛ د حل لارې یې باید له سیاسي ملحوظاتو خپلواکې وي او د افغانستان په څیر هېوادونه، چې د اقلیم د بدلون په برخه کې هیڅ ډول منفي ونډه نلري؛ خو له منفي اغیزو سره یې مبارزه کوي، باید له پامه ونه غورزول شي.

د افغانستان اسلامي امارت د مصر په شرم الشيخ ښار کې د اقليمي بدلون د اووه ویشتمې سرمشريزې جوړېدل نړۍ ته د ور پېښو اقليمي ننګونو لپاره د حل لارو راایستلو پر لور لومړنی ګام بولي او باور لري، چې ګډې ننګونې له تفاهم، همغږۍ او ګډ کار پرته اوارېدلی نشي.

اسلامي امارت دا هم ویلي، چې یوازې سږ کال افغانستان د اقلیم د بدلون د منفي اغېزو له کبله د دوه میلیارد دالرو پر ارزښت زیانونه لیدلي دي.

اړوند موضوعات

اسلامي امارت: اقلیمي تغیراتو یوازې سږ کال افغانستان ته دوه میلیارده ډالره زیان اړولی.

د دې زیان د جبرانولو، د نورو احتمالي زیانونو د کمولو او په هېواد کې د اقتصادي ثبات د ټینګښت لپاره د ګواښمنو ټولنو د ټینګار د زیاتولو ترڅنګ، زمونږ د ملي لومړیتوبونو په رڼا کې د نړیوالې ټولنې پراختیايي مرستې اړینې دي.

Leave a reply