د م.م سرمنشي مرستیال: اوس د افغانستان لپاره اقدام ته اړتیا ده او په تمه پاتې کیدل زیان دی.

0
218

د م.م سرمنشي مرستیال: اوس د افغانستان لپاره اقدام ته اړتیا ده او په تمه پاتې کیدل زیان دی.

7 نومبر 2022

مصر کې د اقلیمي بدلون په تړاو اوویشتمه سرمشریزه غونډه جوړیږي چې په تړاو یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولنې په ډاګه کړې، چې دغه هېواد له دې مخکې هم له پرلپسې طبیعي پېښو سره مخ دی.

ملګرو ملتونو ویلي، چې دغه شته ګواښونه د کرنې پر معیشت د افغانانو د زیاتې تکیه، د افغانستان نازک ایکوسیستم، د چاپېریال خرابوالی، کمزوری ټولنیز-اقتصادي پرمختګ او له څلور لسیزو څخه د ډېرو جګړو اغېزو د اقلیم د سختې زیانمننېدو بنسټ ایښی دی.

 

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د بشردوستانه همغږي کوونکي داکتر رامیز الکبروف ویلي: دا عام افغانان دي، چې د دې ټکانونو په صورت کې تر ټولو ډېر زیانمن کیږي.

هغه زیاته کړې: اوس د افغانستان لپاره اقدام ته اړتیا ده. مونږ په تمه پاتې کېدی نشو؛ د افغانانو د زغم کاسه نوره ډکه شوې ده.

د اقلیمي بدلون ۲۷ ناسته د دوشنبې او سې شنبې په ورځو کې ترسره کیږي او بیا به د نومبر تر ۱۸ د وزیرانو تر غونډې روانه وي. دا به د ۱۱۰ دولتونو او حکومتونو د مشرانو راټولېدل وي.

اړوند موضوعات

مصر کې د اقلیمي بدلون په تړاو اووه اویشتمه سرمشریزه غونډه جوړیږي، اسلامي امارت د ګډ کار غوښتنه کړې.

د امریکا ولسمشر جو بایدن، چې هېواد یې د لوړ ککړوونکیو په نوملړ کې دوه یم ځای لري؛ د دې اوونۍ په وروستیو کې به له اړوند ناستې سره یوځای شي.

Leave a reply