فاریاب کښې نا څرګنده کسانو دینی عالم اووژل

0
205

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په فاریاب ولایت کښې ناڅرګنده کسانو یو دیني عالم وژلې دې، دینې عالم ی د چاقو په ګوزار وژلې دې.

د فاریاب میمنۍ یو اوسیدونکي افغان اسلامی آژانس ته ویلي دي چې یو دینی عالم مولانا شاه محمد ناڅرګنده کسانو د چاقو په ګوزارونه وژلې دې، دا پیښه دده کور سره نزدې د ماسخوتن شوې ده. دا پیښه ځایی چارواکو تایید کړې ده.
عالم دین به په مجلسونو کښې ترانې ویلې او ټولنیز فعالیتونه به ی کول، تراوسه ی معلومه نه ده دا عالم دین چاو وژلې دې.
یاده دې وی چې طالبانو چې کله نه د پایه تخت کابل کنټرول لاس ته راوړې نو اعلان ی کړې چې د هیچا نه به هم انتقام نه اخلي او دوی د عام معافۍ اعلان کوي.

Leave a reply