د پاکستان سفیر په کابل کښې د بانکونو مشرانو سره لیدنه کړې ده

0
63

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد یو شمیر د بانکونو مشرانو سره ملاقات کړې دې، په دې ملاقات کښې ټینګار شوې چې د پاکستان او افغانستان د یوبل سره تجارت ته به په شریکه وده ورکوو.

منصور احمد په خپل ټویټر پانړه لیکلی چې په دې ملاقات کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د تجارت ښه کولو په اړ کښې خبرې وشوې او دا ژمنه وشوه چې د افغانستان او پاکستان د بانکونو نظام او مالکان به داسې ګامونه پورته کوي چې د پاکستان او افغانستان یو بل سره تجارت ته وده ورکړې شي.
یاده دې وي چې څو ورځې وړاندې د امارت اسلامی افغانستان د مشرانو د نړۍ بیله بیلو هیوادونو مشرانو سره په ملاقاتونه کښې دا خبره او غوښتنه کړ ې وه چې نړۍ باید دوی سره اړیکې ټینګې کړي او د افغانستان کنګل شوې روپې خلاصۍ کړي .
امریکې حکومت څه بانکونو ته اجازت ورکړې چې افغانستان سره لین دین وکړي، دا فیصله د نړۍ هیوادونو او د افغانستان حکومت او سوداګرو ستایلې ده.

Leave a reply