د افغانستان قامي کرکټ ټیم بنګله دیش ته په ټسټ میچ کښې شکست ورکړو

د ټي ټونټي په لوبو کښې د افغانستان اول نمبر لوبغاړۍ محمد نبي: فایل فوټو
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د ۱۹ کلو نه کم د کرکټ ټیم بنګله دیش ته په یواځنۍ د ۴ څلورو ورځو میچ کښې شکست ورکړو، افغان لوبغاړي په اوله پاڼۍ کښې سلیزه اووهله او ۱۱۴ منډې ی جوړې کړې.
د بنګله دیش ټیم په اوله پاڼۍ کښې توپ وهنه وکړه او ۱۶۲ منډۍ ی جوړې کړې ، بیا د افغانستان ټیم ددې په ځواب کښې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۲۲۸ منډې جوړې کړي.
په دویمه پاڼۍ کښې بنګله دیش بیا ۲۲۸ منډې جوړې کړې او د افغان کرکټ لوبډلې ته ی د ۱۱۰ منډو هدف کیښودو چې د افغان کرکټ ټیم تو وهونکو د درې وکټو په زیان سره د هدف پوره کړو. بلال سعیدي یو ځل بیان نیمه سلیزه ۵۰ اووهله او دغه رنګ ی د بنګله دیش نه د څلورو ورځو ټیسټ میچ وګټلو.
یاده دې وي چې بنګله دیش د افغان کرکټ لوبډلې نه یو ورځني میچونه په ۲:۳ توپیر وګټل ولې د څلورو ورځو په ټیسټ مقابله کښې افغانستان ټیم بنګله دیش ته شکست ورکړو.




