زده کوونکي دې د زده کړو نه په سخت وخت کښې هم لاس وا نخلي :شاهین

0
187

باغي ټي وي رپورټ
حاجی امیرګل شاهین ، د ولسي جرګې د لوړو زدوکړو،دیني چارو، او پوهنې د کمیسون ریس ، د هیواد بګرام خصوصي ښوونځي د پایلو د اعلان غونډې ته په خپله وینا کښې اوویل چې زده کوونکي باید ثابت دریځ، سپیځلې احساس، لوړ درک او دیانت ولري.

شاهین اوویل هغه زده کوونکې چې دیانت، تقوی ، درد او شعور و نه لري د خپل ځان سره خیانت کوي، دوی اوویل چې یو زده کوونکې باید ا صفتونه ولري چې دا صفتونه د زده کوونکي د خپل ځان او د افغان اولس په ګټه کښې دې.
شاهین اوویل چې تاسو ځوانان ی، تاسو باید کامیابي او شناخت ترلاسه کړي چې د خپل وطن او اولس خدمت وکړي او یو نامه پیداکړۍ، دوی اوویل چې زه زده کوونکو ته په فیس کښې کمې اعلانووم ، تاسو باید زه کړې وکړې، تاسو د دې هیواد راتلونکې ی چې ددې قام خدمت وکړۍ.
تاسو له په کار دې چې کوشش وکړې چې ملک په اقتصادي ،علمي، سیاسي او صحي برخوکښې په خپلو خپو ودروو. شاهین بریالیو زده کوونکو ته مبارکي ورکړه او ورته ی اوویل چې خپله زده کړې جاري وساتي او په سخت وخت کښې هم د زده کړو لاس وا نخلۍ.

Leave a reply