استرالیا کې د روان شل اوریز نړیوال جام د نیمه پایلوبې وروستۍ څلور لوبډلې په ډاګه شوې.

0
179

استرالیا کې د روان شل اوریز نړیوال جام د نیمه پایلوبې وروستۍ څلور لوبډلې په ډاګه شوې.

7نومبر 2022

 

د کرکټ شل اوريز نړيوال جام لپاره وروستۍ څلور لوبډلې په ډاګه شوې چې نيوزيلند، انګلستان، هند او پاکستان لاره وموندله.

 

نيوزيلند له خپل ګروپ څخه په لومړي مقام نيمه پايلوبې ته ووتله چې ورسره انګلستان په دوهم مقام لاره پيدا کړه، انګلستان له ياد‌ جام څخه د نړيوال جام دفاع کونکې لوبډله استراليا بهر کړه.

 

په دوهم ګروپ کې هند لومړی مقام خپل کړ چې ترڅنګ يې پاکستان په حيرانونکې توګه دوهم مقام خپل او نيمه پايلوبه کې ځای شوه.

 

د پاکستان لپاره د نړيوال جام هيلې د دوهمې لوبې وروسته له منځه تللې وې کله چې يې زمبابوې ته يې په کمو منډو ماتې ومنله، خو د اګر مګر کيسه د همدوی په خوښه لاړه او په پای کې يې نيمه پايلوبې ته لاره وموندله.

د ياد جام ګروپي سياليو په وروستۍ ورځ پاکستان ته په کار وه، چې بنګلديش ته ماتې ورکړي، او همدارنګه نیدرلند يې له سويلي افريقا وګټي.

سويلي افريقا چې د نړيوال جام يو له ګټونکو لوبډلو څخه وه په حيرانونکې توګه نیدرلند ته ماته شوه، چې له مخې يې له نړيوال جام بهر او پاکستان ته د مخکې تلو فرصت ورکړ.

پاکستان خپل سيال بنګلديش ته د ۱۲۹ منډو هدف بشپړ کړ او نيمه پايلوبې ته ووتله.

اوس به د نړيوال جام نيمه پايلوبه کې نيوزيلند د پاکستان او هند د انګلستان پر وړاندې مخامخ شي.

اړوند موضوعات

شل اوریز نړیوال جام کې استرالیا له سختې مقابلې وروسته افغانستان ته ماتې ورکړه.

د يادونې ده چې راتلونکې چهارشنبه به نيوزيلند او پاکستان په سيډني لوبغالي کې او پنجشنبه به هند او انګلستان په اډليډ لوبغالي کې مخامخ شي، په داسې حال کې چې پايلوبه به د نومبر په ۱۳مه د يکشنبې په ورځ ميلبورن لوبغالي کې ترسره شي.

Leave a reply