شاهد آپریدي د قامي کرکټ ټیم لوبډلې مشر ته مشوره ورکړې ده

0
144

باغی ټي وي رپورټ
پخواني کپتان شاهد افريدي د قامي ټيم کپتان بابر اعظم ته د ټاپ آرډر په اړه مشوره ورکړې ده۔

شاهد افریدي په ټویټر کې د بابر اعظم یادونه وکړه او د T20 نړیوال جام نیمه پایلوبې ته له رسیدو وروسته یې د پاکستان لپاره پیغام خپور کړ.

پخواني کپتان لیکلي، “پاکستاني لوبډله په ټاپ آرډر کې پاور هېټر ته اړتیا لري، موږ د حارث او شاداب خان په څېر روښانه سوچ لرونکي توپ اچوونکو ته اړتیا لرو”.
شاهد افریدي لیکلي، “مهرباني وکړئ د حارث او رضوان سره د اوپننګ کولو په اړه غور وکړئ او تاسو پخپله په دریم نمبر کې یاست او له هغه وروسته خپل غوره هټر ولیږئ”.

هغه کپتان ته مشوره ورکړه چې ‘تاسو د لوبې ګټلو لپاره متوازن بیټینګ آرډر او یو څه انعطاف ته اړتیا لرئ’.

ياده دې وي چې پاکستان بنګله دېش ته په پنځو وېکټو ماتې ورکولو سره نيمه پايلوبې ته لار پيدا کړې وه.

Leave a reply