عمران خان په شوکت خانم روغتون کښې د ګوند مشرانو یوه مهمه غونډه رابللې ده

0
68

باغی ټي وي رپورټ
پر عمران خان د تېرې ورځې له برید وروسته د پاکستان تحریک انصاف مرکزي مشرتابه یوه مهمه غونډه په شوکت خانم روغتون کې رابللې ده.

تيره ورځ وزيراباد کښي په قاتلانه حمله کښي د عمران خان، فيصل جاويد او پي ټي آئي نورو مشرانو پشمول 13 کسان ژوبل شوي وو او يو کس هم ژوبل شوي وو۔

عمران خان او فیصل جاوید د لاهور په شوکت خانم روغتون کې تر درملنې لاندې دي خو حالت یې له خطره بهر دی.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند هم پرون د جمعې له لمانځه وروسته د دې غمجنې پېښې پر ضد په ټول هېواد کې د احتجاج اعلان کړی دی.

د بله پلوه د پنجاب پولیس لا هم د برید کوونکي نه پلټنې کوي او پولیسو د نیول شوي تورن د پوليګرافیک ټیسټ کولو پریکړه کړې ده.

د تحريک انصاف مهمه مشاورتي غونډه به ماسپښين يو بجه شوکت خانم هسپتال کښې کيږي چې مشري به ئي د پارټۍ چيئرمين عمران خان کوي۔
سرچينې وائي دپي ټي ائي دمرکزي قيادت په غونډه کې به دراتلونکي لائحه عمل اعلانيږي.
……………………..

Leave a reply