د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اهل تشیع یو شمیر علماؤ او مشرانو سره ولیدل.

0
180

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اهل تشیع یو شمیر علماؤ او مشرانو سره ولیدل.

2 نومبر 2022

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د اهل تشیع یو شمېر علماؤ او مشرانو سره پخپل کاري دفتر کې وکتل.

په پیل کې مدار علي کریمي بامیاني او سید صوفي ګردیزي د نورو په استازولۍ خبرې وکړې وې ویل، د اسلامي امارت نظام د اشغال له پایته رسېدو او د خپل دوباره استقرار نیټې راهیسې د افغانستان له ټول ملت په ځانګړي ډول د اهل تشیع وګړو سره نېک او حسنه چلند کړی دی.

د دوی په وینا د رسنیو د منفي تبلیغاتو برخلاف دوی له خلکو سره د اسلامي حکومت له چلنده بشپړ رضایت لري او هغه ډول چې په تېر یوه کال کې یې له اسلامي امارت ملاتړ اعلان کړی وو، اوس هم له اسلامي نظام بشپړ ملاتړ کوي.

 

یادو مشرانو د خپلو خبرو په دوام د هیواد لېرې پرتو سیمو کې اجتماعي، ښوونې او روزنې او انکشافي برخو ته د افغانستان اسلامي امارت د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.

 

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د اهل تشیع علماؤ او مشرانو ته د ښه راغلاست پر مهال، د افغانستان ټول ملتونه د یوه بل ورونه او د افغانستان نه بیلېدونکي غړي وبلل.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بادغیس یو شمیر علماؤ او مجاهدینو سره وکتل.

هغه زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د قوم، ژبې او مسلک په پام کې نه نیولو سره د افغانستان د ټولو سیمو ستونزو حل ته پاملرنه کوي او د ټولنیزو او خدماتي پروژو عملي کول خپل مسوولیت بولي.

Leave a reply