کاناډا تېره ورځ ۶۶۸ نور افغانان دغه هېواد ته انتقال کړي دي

د کاناډا د وګړو او تابعيت ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې پرون يې له پاکستان او تاجکستان څخه ۶۶۸ نور افغانان هم انتقال کړي دي.
دغه اداره زياتوي، چې پرون يې په دوو ځانګړو پروازونو کې ۳۱۸ افغان کډوال له اسلام اباده او ۳۵۰ نور بيا له دوشنبې کاناډا ته انتقال کړي دي.
(2022 / 10/ 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
کاناډا وايي، پرون يې ۶۶۸ افغانان له تاجکستان او پاکستان څخه خپل هېواد ته وړي.
د کاناډا د وګړو او تابعيت ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې پرون يې له پاکستان او تاجکستان څخه ۶۶۸ نور افغانان هم انتقال کړي دي.
دغه اداره زياتوي، چې پرون يې په دوو ځانګړو پروازونو کې ۳۱۸ افغان کډوال له اسلام اباده او ۳۵۰ نور بيا له دوشنبې کاناډا ته انتقال کړي دي.
کاناډا تر دې وړاندې هم له یادو هېوادونو د سلګونو افغان کډوالو د انتقال خبر ورکړی ؤ.
اړوند موضوعات:
د یادونې ده چې کاناډا دغه افغان کډوال داسې محال انتقالوي چې پدې وروستیو کې د بایډن پر ادارې د افغتن کډوالو د لېږد له امله انتقادونه کېږي او وايي چې دغه پروسه ډیره ورو روانه ده.