د عامې روغتیا وزارت وايي. په هېواد کې د پولیو ناروغۍ په بشپړه توګه کنټرول ته نږدې شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي. په هېواد کې د پولیو ناروغۍ په بشپړه توګه کنټرول ته نږدې شوي دي.
25 اکتوبر 2022
د عامې روغتیا وزارت چارواکو د پولیو یا ګوزڼ د نړیوالې ورځې نمانځغونډې ته ويلي؛ سږ کال د افغانستان په کونړ او پکتیکا ولایتونو کې د پولیو یوازې دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
تیره ورځ د اکتوبر څلیریشتمه د پولیو یا ګوزڼ له نړیوالې ورځې سره برابره وه.
د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د پولیو ناروغۍ په بشپړه توګه کنټرول ته نږدې شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان ويلي، په ټول هېواد کې سږ کال د ګوزڼ یا پولیو کمپاین له پیلېدو سره دوی توانېدلي، چې د دغه ویروس د ودې ډېره مخه ونیسي، چې یوازې دوه مثبتې پېښې په کونړ او پکتیکا ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان هم په یوه تویت کې ویلي، چې افغانستان د بل هر وخت په پرتله په بشپړه توګه د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ له منځه وړلو ته نږدې شوی.
په همدې حال کې داکتران په هېواد کې د پولیو د کنترول لپاره اوسنی وضعیت تر ټولو ښه فرصت ګڼي او له مسوولو بنسټونو غواړي، چې ګټه ترې واخلي.
داکتر هاشم وهاج وایي: ګوزڼ درملنه نلري. هغه ناروغي، چې درملنه نلري؛ کولی شو پر دوه څاڅکو ترې مخنیوی وکړو.
یو شمېر خلک هم وايي، چې پدې ویروس د ماشومانو د اخته کېدو د مخنیوي یوازنۍ لار واکسین دی. دوی له اسلامي امارت او نړیوالو بنسټونو غوښتنه کوي، چې له پولیو څخه د افغانستان د ژغورلو لپاره ډېرې نورې هڅې وکړو.
اړوند موضوعات
د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې د پوليو ضد واکسين پيل شو
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان هېوادونه له پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ سره مبارزه روانه ساتلې او پاکستانيو چارواکو هم ویلي، چې سږ کال یې په هېواد کې د پولیو شل مثبتې پېښې ثبت کړې دي.