ا.ا: بدخشان کې مو د مقاومت په نوم ۳۸ بغاوت وژلي
ا.ا: بدخشان کې مو د مقاومت په نوم ۳۸ بغاوت وژلي
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس زياته کړه چې په دغو عملياتو کې دا.ا. درې تنه سرتيري هم وژل شوي او پنځه تنه نوريې ټپيان شوي دي . معیز الدین احمدي ټینګار کړی چې دغه عملیات د « یاغیانو د وروستي ځالې» په له منځه وړلو سره پای ته ورسېدل. د مقاومت جبهې مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
(2022 / 10/ 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
نن دوشنبه د عقرب ۲مه، باختر دولتي خبري اژانس په یوه ټویټ کې د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس معزالدین احمدي له قوله لیکلي چې په دې ولایت کې په تېره اوونۍ کې د اسلامي امارت د ځواکونو په یو لړ چاڼیزو عملیاتو کې د بدخشان په بېلابېلو سیمو کې د بهرالدین او عبدالحمید په نومونو د دوو قوماندانانو په ګډون ۳۸ وسله وال وژل شوي دي.
د اسلامي امارت چارواکي خپلو مخالفینو ته په ځانګړې توګه د « د مقاومت جبهې» غړو ته د « یاغی» اصطلاح کاروي.
باختر آژانس د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس په حواله هم ليکلي دي چې د اسلامي امارت د ځواکونو په دغو عملياتوکې تر اوسه ٧٨ تنه نيول شوي دي.
اړوند موضوعات:
بدخشان کې د ط.البانو یو نظامي قومندان د مقاومت جبهې سره یوځای شوی دی