د خبریال ارشد شریف د مرګ په اړه د ې خلک بې بنیاده او غیرتصدیق شوي بیانونو خپرولو څخه ډډه وکړي: وفاقی وزیراعلات، مریم اورنګزیب

باغی ټي وي رپورټ
ياده دې وي چې د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان هم د آډيو ليکس مسلې د پلټنو لپاره سپريم کورټ کښې درخواست جمع کړې دې ولې اسلام آباد هائي کورټ د اليکشن کميشن د فيصلې خلاف درخواست کښې ريمارکس کړې دې د عمران خان لپاره په ټاکنو کې د ګډون لپاره هیڅ ډول بندیز نشته.
مريم اورنګزېب ويلي چې په پاکستاني ميډيا کې د ارشد شريف په اړه روان بیانونه او سوچ فکر د افسوس وړ دي، تر څو چې ثابت حقايق نه وي راښکاره شوي، له قیاسونو باید ډډه وشي، هغې اوویل چې دوی په تماس کې دي، هغې زیاته کړه چې د ارشد شريف سره د شوې پېښې ټولو حقيقتونو ته به ورسېږو.
د اطلاعاتو وزير د ارشد شريف له مور سره په خبرو کې وويل، چې د ارشد شريف له کورنۍ سره په غم کې ځان شريک ګڼي او د پېښې د لاملونو د موندلو هڅې روانې دي، خو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويل شوي، د کينيا حکومت به يې خبر کړي.
ده ووئيل د پېښې په اړه د حقايقو د معلومولو لپاره د كينيا له حكومت سره په تماس كښې دي او په نيروبي كښې د پاكستان سفارت په دې معامله كښې پوره مرسته كوي۔






