بدخشان کې د ط.البانو یو نظامي قومندان د مقاومت جبهې سره یوځای شوی دی

0
200

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معاذ الدین احمدي وايي، په بدخشان کې له تېرو څو ورځو راهیسې نښتې روانې دي. خو د دغو نښتو د مرګ ژوبلې او د پېښې د ځای په اړه بې خبري ښيي. ښاغلی احمدي دا هم وايي چې عبدالحمید مجاهد د دوی یو له عامو خلکو څخه و چې ښايي د ځینو دلایلو له امله ناراضه شوی وي او د ط’البانو لیکو ته بېرته د هغه د راستنیدو لپاره خبرې روانې دي.

(2022 / 9 / 25    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

بدخشان کې سیمه ییزو سچینو رسنیو ته ویلي، چې د ط’البانو یو نظامي قومندان عبدالحمید مجاهد له خپل یو شمېر کسانو سره په بدخشان کې د مقاومت له جبهې سره یوځای شوی دی.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معاذ الدین احمدي وايي، په بدخشان کې له تېرو څو ورځو راهیسې نښتې روانې دي. خو د دغو نښتو د مرګ ژوبلې او د پېښې د ځای په اړه بې خبري ښيي. ښاغلی احمدي دا هم وايي چې عبدالحمید مجاهد د دوی یو له عامو خلکو څخه و چې ښايي د ځینو دلایلو له امله ناراضه شوی وي او د ط’البانو لیکو ته بېرته د هغه د راستنیدو لپاره خبرې روانې دي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس هم وايي، چې ښاغلی مجاهد ورسره شاوخوا ۳۰ وسله وال ملګري دي. سرچینه زیاتوي، چې عبدالحمید مجاهد په بدخشان کې د ط’البانو د قول اردو د کشف امر وو.

Leave a reply