د هند په شمال کې سختو طوفانونو درنه مرګ ژوبله رامنځته کړی.
د هند په شمال کې سختو طوفانونو درنه مرګ ژوبله رامنځته کړی.
25 سپتمبر 2022
د هند په شمال کې د ۲۴ ساعتونو په موده کې د توفاني هوا له کبله لږ تر لږه ۳۶ کسان وژل شوي دي. د هندي چارواکو په وینا په دې ډله کې ۱۲ کسان د تالندې له کبله وژل شوي دي.
چارواکو خبرداری ورکړی، چې په راروانو ورځو کې به د اورښتونو شدت لا پسې زیات شي. په شمالي ایالت اترا پردېش کې ۲۴ کسان هغه وخت مړه شول، چې کورونه یې تر سختو اورښتونو وروسته ونړېدل. په دغه ایالت کې د یوې اوونۍ په موده کې د تالندې له کبله د مړو شمېر ۳۹ ته رسېدلی دی.