د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له استرالیا او جرمني څخه راغلو افغان شخصیتونو سره وکتل.

0
106

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له استرالیا او جرمني څخه راغلو افغان شخصیتونو سره وکتل.

21 اکتوبر 2022

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستيال مولوي عبدالکبير له اسټراليا او جرمني څخه راغلو افغان شخصيتونو انجینر شاه ولي منګل او انجينر حبیب الرحمن منګل سره وکتل.

انجینر شاه والي منګل د خپلواکۍ اخیستو او د اسلامي امارت د حاکميت مبارکي وويله او زلزله ځپلو سيمو ته په مرسته رسولو کې یې د اسلامي امارت د مسؤلينو د همکارۍ ستاينه وکړه او ځينې ستونزې يې شريکې کړې.

 

مولوي عبدالکبير افغانانو ته د مرستو په رسولو کې د اهل خېر افرادو مرسته کول د اسلامي امارت دنده وبلله او د امارت له لوري په شفاف ډول د مرستو وېش ډاډ يې ورکړ.

Leave a reply