امریکا په نړۍ کښې ترهګري سپورټ کوي: د ترکي صدر

باغي ټي وي رپورټ
د ترکي صدر طیب اردوګان په یو بیان کښې ویلي دي چې امریکا په نړۍ کښې ترهګري سپورټ کوي او ترهګرو له اسلحه ورکوي.
طیب وایی چې د نیټو یو غړې په حیثیت ترکي دا ویل غواړي چې امریکا په نړۍ کښې دهشت ګرد تنظیمونو ته اسلحه ورکوي.
د ترکي صدر وایی چې جوبایډن چې کله نه د امریکا اولس مشر ټاکل شوې نو بایډن سره د اړیکو پیل ښه دې شوې ولې دې غواړي چې امریکا سره ښې اړیکې ولري.
د اردو ورځپانړې نوای وقت کښې چاپ شوي یو رپورټ مطابق په امریکا کښې د ملګری ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډه کښې د شرکت سره سره د ترکي صدر مختلفو رسنیو سره هم خبرې کړي او ویلي ی دي چې دوی غواړي چې امریکا سره ښه تعلقات ولری .
طیب اوویل چې د بایډن نه مخکښې د امریکا اولس مشرانو سره د ترکي اړیکې هغه وخت خرابې شوې چې ترکي د ایف: ۳۵ الوتکو د منصوبې نه لرې کړې شو او بیا ترکي روس سره د ایس: ۴۰۰ دفاعي نظام اخستلو معاهده وکړه.






