خیبر پښتونخوا او د بلوچستان امنیتي ستونزې، وزیردفاع په دې صوبو کښې د امنیتي ستونز په سمدستي توګه د هوارولو غوښتنه کړې ده

باغی ټي وی رپورټ
د دفاع وزیر خواجه اصف په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د امنیتي ستونزو د سمدستي او دایمي حل غوښتنه وکړه.
قومي اسمبلۍ ته په وينا کې خواجه اصف وويل په سوات کې له يوولسو څخه تر يوولسو کالو وروسته يو ځل بيا هماغه لړۍ پيل شوې ده، بلوچستان کې له لسيزو راهسې تندلاري روانه ده، وخت په چټکۍ تېرېږي، دا اور د هر چا تر پښو رسېدلی دی. کیدای شي فدراسیون ته خطرونه وي.
ددفاع وزير وويل چې دپوځ، عدليې اؤ سياستوالو څخه خطاګانې شوي دي ټول ادارى بايد په سمدستي توگه ددغه گواښ سره مقابله وکړي.
خواجه اصف د کابینې په غونډه کې د بلوچستان په اړه د کمېشن جوړولو مسله هم پورته کولو ډاډ ورکړ.
وفاقي وزير په عمران خان نيوکه وکړه چې نن که په آئيني ډول د يو کس واک لرې کړل شي نو هغه ملک ته زيان رسوي، د اقتدار لپاره جګړه وروستو هم کيدلى شي، د ولس او رياست په ستونزو بايد تمرکز وشي.





