پنډۍ پولیسو ۴ کلن ماشوم په ضد مقدمه درج کړې ده

0
222

باغی ټي وي رپورټ
د راولپنډۍ پولیس د څلور کلن سعید احمد خلاف د غیر ضمانتي احکامو لاندې مقدمه درج کړې ده.

د راولپنډۍ نصیر آباد پولیس سټیشن کې د څلور کلن سعید احمد خلاف مقدمه درج کړې شوې او ماشوم د غیر ضمانتي احکامو لاندې مقدمه درج کړې شوې ده.

د ایف آی آر متن کې راغلي چې ماشوم په جوړه په خښتو او تیږو برید وکړ.

وروسته څلور کلن سعید احمد د ضمانت لپاره د ایڈیشنل سیشن جج سهیل انجم عدالت ته حاضر شو.
پلار ماشوم په غیږ کې واخیست او د سیشن جج ته یې وړاندې کړ.

د ماشوم وکيل دريځ خپل کړ چې د نصيرآباد پوليس سټيشن ړانده مقدمه درج کړې ده، د 4 کلن سعيد احمد سزا لس کاله ده نو د نصير آباد پوليس سټيشن ايس ايچ او او تفتيشي افسر خلاف دې کاروائي وشي۔

عدالت د مقدمې نه د څلور کلن سعيد احمد نوم ايستلو حکم ورکړ او د مقدمې تحقيقاتي افسر ته ئې طلب کړے دے۔
……………………………………………………..

Leave a reply