د کابل په بادام باغ کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو.

د کابل په بادام باغ کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو.
19 اکتوبر 2022
د افغان دولت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند او اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، نن د کابل په بادام باغ کې د “معیاري کرنې، د هېواد د اقتصاد تضمين” تر شعار لاندې د کرنیزو محصولاتو خزانې نندارتون پرانیست.
د دغه نندارتون د پرانېستې په مراسمو کې چې یو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو هم ګډون کړی و، اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په خپلو خبرو کې وویل چې د افغانستان خلک له ډېرې مودې راهیسې په کرنه بوخت دي. او په دې برخه کې یې ښې پایلې ترلاسه کړې دي.
هغه زیاته کړه: اسلامي امارت د زراعت ودې او پراختیا ته ژمن دی او موږ د هغو کسانو ملاتړ کوو چې په دې برخه کې پانګونه کوي.
ورپسې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په خپلو خبرو کې پر کرنې ټینګار وکړ او په هېواد کې یې د کرنې او مالدارۍ د ودې او پراختیا په برخه کې د اسلامي امارت د پاملرنې ډاډ ورکړ.
نوموړي وویل، اسلامي امارت د کورنیو تولیداتو ودې ته ځانګړې پاملرنه کوي او اقتصادي کمیسیون هڅه کوي چې د بېلابېلو برخو په مرسته د هېواد اقتصاد وده وکړي.
اداري مرستیال زیاته کړه: موږ د کورنیو تولیداتو د کیفیت د لوړولو او ودې په موخه له ټولو امکاناتو کار اخلو او که په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ وده او پراختیا وتوانېږي، نو ډېرو خلکو ته به د کار زمینه برابره شي.
ورپسې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاالله عمري وویل، د کرنیزو محصولاتو د دغه نندارتون موخه د هېواد د اقتصادي بنسټ پیاوړي کول، په افغانستان کې د کرنې سکتور وده، د کورنیو تولیداتو ملاتړ، د کورنیو تولیداتو د کارولو فرهنګ ته وده ورکول دي او د هېواد بزګران دې ته وهڅوي چې پر ځان بسیا شي او په هېواد کې د کرنې او مالدارۍ سکتور وده وکړي.
ورپسې د کرنې وزارت مرستیال مولوي فضل الباري فضلي په ترتیب سره د دغه وزارت د تېر کال د دندو او لاسته راوړنو او د دغه وزارت د راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د کرنې وزارت رهبري هڅه کوي چې د کرنې په برخه کې د خصوصي سکتور سره همکاري وکړي ترڅو په ځان بسیا شي.
په دې مراسمو کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس محمد یونس مهمند وویل، د تېر کال په پرتله د هېواد صادرات زیات شوي او خصوصي سکتور چمتو دی چې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې پانګونه وکړي.
نوموړي د پنبې د پروسس د فابریکې د جوړولو په برخه کې د اسلامي امارت د مشرتابه د پاملرنې او ملاتړ غوښتنه وکړه.
اړوند موضوعات
ملابرادر اخند: په افغانستان کې چې هر تجار اوسېږي، د هغه د مال، سر او عزت ساتل زموږ مسؤلیت دی.
باید وویل شي، چې په دغه نندارتون کې د باکیفیته کرنیزو محصولاتو، مالدارۍ، لاسي صنایعو، کرنیزو ماشینونو، درملو او بوټو، د اوبو لګولو وسایل، د لمریزې برېښنا د تولید وسایل او نور کورني تولیدات ۲۶۳ غرفې نندارې ته ایښودل شوي دي.
د کابل په بادام باغ کې دغه نندارتون د دریو ورځو لپاره د مینه والو پر مخ پرانیستی دی.







