امریکایی سناتو د عمران خان هغه دعوی غلطه بللې چې عمران خان ویلي وو او تور ی لګولې وو چې امریکا د هغه حکومت ړنګ کړې وو

0
134

باغی ټي وي رپورټ
د ډیموکریټک ګوند سینیټر کرس وان هیلن د پاکستان په اړه د امریکا د ولسمشر څرګندونو ته په اشارې سره ویلي دي چې د بایډن اداره هم له پاکستان سره د امریکا پیاوړې اړیکې غواړي.

سناتور کریس وان هیلن وویل چې د ولسمشر بایډن وینا غیر منظمه وه، د امریکا په پالیسي کې هیڅ بدلون نه دی راغلی، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له وضاحت داسې ښکاري چې د ولسمشر وینا په قصدي توګه نه ده شوې، هغه له پاکستان سره همغږي او باثباته اړیکې غواړي.
ده ووئيل د سېلاب ځپلو سره د مقابلې لپاره د اقداماتو په اړه دوه اړخيزه رابطې زياتې شوې دې په دې لړ كښې يې په پاكستان كښې د امريكې سفير سره هم خبرې كړې۔

امریکايي سناتور ویلي، امریکا پاکستان ته د بېړنیو مرستو په برخه کې په لومړي سر کې ده او امریکا له پاکستاني چارواکو سره په دوامداره توګه په دې اړه په تماس کې ده، چې نوره څه ډول مرستې وکړي.
امريکايي سناتور وان هيلن زياته کړه، چې د عمران حکومت په نسکورولو کې د امريکا د لاسوهنې تورونه ناسم دي، په ټاکنو کې د ادعاوو تر څنګ يې په دې تورونو کې هيڅ حقيقت نشته، هغه د پاکستان له پخواني حکومت سره هم کار کړی دی.

هغه وویل چې هغه او د هغه همکارانو ولسمشر بایډن ته یو لیک لیکلی چې په متحده ایالاتو کې پاکستانیانو ته د اجراییوي حکم (TPS) له لارې د موقتي محافظت حیثیت ورکړي.
…………………………………………

نور خبرونه

د خزانې وفاقی وزیر اسحاق ډار ویلي دي چې هرڅه باید پبلک نه شي

د هیواد وتلي خبریال سلیم صافي پخواني وزیراعظم عمران خان ته چیلنج ورکړې دې چې ددوی دواړو په اړه پلټنې لپاره دې کمیټي جوړه شي

د طاقت لوبه، ماهره خان د شاه زیب قتل په اړه د سپریم کورټ پریکړې په اړه ټویټ کړې، غبرګون ی ښودلې دې

نواز شریف شپږ د فوځ سرلښکر ټاکلي، که عمران خان د فوځ سرلښکر د ټاکنې دومره شوق لري نو پارلیمان کښې د خپله شمیره پوره کړي: مریم اورنګزیب

Leave a reply