د هیواد وتلي خبریال سلیم صافي پخواني وزیراعظم عمران خان ته چیلنج ورکړې دې چې ددوی دواړو په اړه پلټنې لپاره دې کمیټي جوړه شي

باغی ټي وي رپورټ
سليم صافي د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د مشر د تورونو په اړه عمران خان ته چيلنج کړی دی.
سينئر خبريال په خپل يو بيان کې وئيلي دي چې د پي ايف يو جے صدر په مشرۍ کې د مراد سعيد، شبلي فراز او فواد چوهدري په گډون يوه کميټي جوړه کړل شي چې د دواړو د قضيو پلټنه وکړي.
هغه وويل که په ده دروغ ثابت شي نو دغلا سزا به دهغه سزا وي اؤ که عمران خان درواغ ثابت شو نو بايد سياست پريږدي اؤ بښنه وغواړي.
ياده دي وي چي تيره ورځ اسلام آباد کښي د نيشنل پريس کلب او آر آئي يو جي وفد سره د ملاقات په مهال د عمران خان څخه خبریالانو دا پوښتنه وکړه چي تاسو ولي خبريالانو ته لفافه خبريالان وایی؟
عمران خان ددې پوښنې په ځواب کې وویل چې له سلیم صافي پرته ی بل کوم خبریال په اړه یې داسې څه نه دي ویلي.
عمران خان ښځينه خبریالاې په اړه هم یو غیرمناسب ځواب ورکړې وو
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د یوې بلې ښځینه خبریالې په اړه د یوې ښځینه خبریالې پوښتنې ته ډېر نامناسب ځواب ورکړ.
اسلام اباد کې د نېشنل پریس کلب او RIUJ له پلاوي سره د خبرو پر مهال یوې زنانه خبریالې وویل چې ښځینه خبریالانې د غونډې کوریج لپاره ځي خو د ټي ټي ایم کارکونکي ځورول کېږي، چې په ځواب کې عمران خان وویل چې کارکونکو ته به ددې په اړه لارښوونه وکړم.
خو په دې موقع عمران خان زیاته کړې وه چې غریده فاروقي خلکو ترمینځ ته ننوځي، نو هغه بیا شکایتونه کوي چې ما خلک ځوروي، هغه اوویل چې د سړیو ترمینځ چې ننوځي نو داسې به کیږي.
……………………..






